امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين په کندز کې ونيول شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
اووه تنه وسله وال طالبان پرون په کندز  ولايت کې ونيول شول.
دکندزولايت دامنيې قوماندانۍ وياندانعام الدين رحماني باخترآژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين
د کندز ولايت دکندز_خان آباد دلويې لارې دنيکپي په ساحه کې  دپوليسو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه له نيول شويوکسانو څخه  يو موټر ، دوه موټرسايکلونه او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته