امنیت

دملي پوليسوڅلورتنه سرتيري په فراه کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٨:
په فراه ولايت کې پرون په سړک کې  دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له ا مله دملي پوليسو ٤ تنه سرتيري شهيدان شول.
دفراه ولايت دامنيې  قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه پيښه د فراه ولايت دجويند ولسوالۍ د آب خورک په سيمه کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې دملي پوليسو يو رنجر موټر له ساحې څخه تيريده چې سړک کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت  او له امله يې څلور تنه پوليسان شهيدان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل؛ طالبانوپه جويندولسوالۍ کې د لارې جوړولو دپروژې دکار دګډوډولو په خاطردسړک په شاوخواکې يې ماينونه ښخ کړي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته