امنیت

په فراه کې د نويو نښتو له امله د شپږو تنو پوليسانو او پنځو تنو يرغلګرو وژل کيدل

فراه باختر د چنګاښ د مياشتې٩
په فراه ولايت کې شپږ تنه پوليسان د هغوى په پوستو د طالبانو د ډله ييز بريد له امله شهيدان شول.
په دغو نښتوکې چې تېره شپه رامنځته شوې، پنځه تنه يرغلګر هم ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه نښته هغه وخت رامنځته شوه چې په طالبانو پورې اړوند په لسګونه تنو وسله والو يرغلګرو په شيب کوه ولسوالۍ کې  په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
ده په دې جګړه کې د پنځو تنو پوليسانو شهادت هم تاييد کړ.
ويل کيږي، اوس د نښتې ساحه د پوځيانو ترکنترول لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته