ټولنه

دبدخشان دکار او ټولنيزو چارو درياست په ودانۍ کې اور ولګيد .

کابل باختر دچنګاښ لومړي:
  دبدخشان ولايت دکار  ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو درياست په ودانۍ کې اور ولګيد .
دبدخشان ولايت دکار او ټولنيزو چارو رياست مالي مدير محمد محسن دباختراژانس خبريال ته وويل پرون له غرمې وروسته ديوې بجې په شاوخوا کې دبريښنا دشارتۍ  له امله شپږ اداري خونې  له ټولو سندونو او ملحقاتو سره يې وسوځيدل  .
ده څرګنده کړه ددغې اور لګيدنې  له امله دغه رياست ته  دسلګونو زرو افغانيو په ارزښت تاوان اوښتى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته