کابل باختر دوږي دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رياست مرستيال په کابل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير سره په کتنه کې د هېواد او د سيمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په کابل کې د تاجکستان سفير نن له غرمې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې حاجي محمد محقق او شرف الدين امام د افغانستان او تاجکستان د تاريخي اړيکو په يادونې سره د تاجکستان او د سيمې د روانو قضيو، شرايطو او پيښو په باب خبرې وکړې او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو په لا زياتې ژورتيا او پراختيا باندې ټينګار وکړ.
د يو بل خبر له مخې:
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له شارژدافير ديويدلندوال سره وکتل او د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د اوويايمې غونډې، په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جګپوړي هيئت د ګډون او دغه راز د افغانستان _ امريکا او چين د جګپوړو هيتونو د درې اړخيزې غونډې په باب چې په نيويارک کې د ملګروملتو دسازمان د عمومي اسامبلې د اوويايمې غونډې ترڅنګ به جوړه شي؛ خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل