ټولنه

په پروان کې یو سړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٧مه
په پروان ولایت کې د دیارلسو کیلومترو په اوږدوالي د یوه سړک د پخولو کار بشپړاو ګټې اخستني ته وسپارل شو .
د پروان ولایت د فواید عامې ریاست یوه مسوول د باختر آژانس خبریال ته وویل: د دغه سړک د پخولو کار د دیارلسو کیلومترو په اوږدوالي او د اوومترو په سور چې پکې د یوسلو درې ویشت پلګوټې جوړول هم شامل دي؛ د فواید عامې وزارت له خوا د دوه سوه پنځوسو میليونوافغانیوپه لګښت بشپړ شوی دی .
د خبرځای د څرګندونوله مخې: دغه سړک د چاریکارو ښار د قلندرخیلو له ساحې څخه د دغه ولایت تر بګرام ولسوالۍ پورې دوام لري او د څوکلي د اوسیدونکو ستونزې يې لرې کړې دي.
ختم_ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته