سیاست

جمهور رئیس غني د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٤مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن غرمه د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره د دغه هېواد د صدارت په مقرکې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
له دغې کتنې وروسته، جمهور رئیس محمد اشرف غني او صدراعظم محمد نواز شریف په یوه ګډه مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ.
جمهور رئیس غني وویل چې له پاکستان سره همکاري د افغانستان د بهرني سیاست یو مهم عنصر دی. ده د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې او د نورو ګډو ګواښونو په برخه کې د دواړو هېوادونو لخوا په هڅو باندې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس وویل:  له دې سره سره چې دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښونه متوجه دي، خو ګډ فرصتونه هم شته چې دواړه هېوادونه باید له دغو فرصتونو څخه په استفادې سره نه یوازې د خپلو خلکو د سولې، سوکالۍ، امنیت، او ثبات لپاره ګټه پورته کړي، بلکې سیمه هم باید  له دغو فرصتونو څخه استفاده وکړي.
د پاکستان صدراعظم محمد نواز شریف، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازمه ده چې د دواړو هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.
ده زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان د تروریزم له اړخه، له ورته ننګونو او خطرونو سره مخامخ دي او دواړه هېوادونه کولای شي دغو ننګونو ته د ګډې همکارۍ له لارې د پای ټکی کیږدي.
دغه راز د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف په حضورکې د دواړو هېوادونو د مالیې د وزیرانو ترمنځ د هغو غونډو د مهمو ټکو سند لاسلیک شو چی په اسلام آباد کې د نوامبر په دیارلسمه نېټه، پرهغو موافقه شوې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته