اقتصاد

په بلخ کې شپږ زراعتي پروژې تطبيقېږي .

-کابل / دثور  ١٩مه /باختر :
دبلخ ولايت دکرنې  او مالدارى رييس  په روان کال کې په دغه ولايت کې  دشپږو زراعتي پروژو دتطبيق خبرورکړ .
  دبلخ  دکرنې اواوبو لګولو رييس محمد سالم ساعي  باختراژانس ته وويل چې په دغو پروژو کې  دمميز خونو ، سړوخونو اودکبانو دروزنې  دفارم جوړول شامل دي .
هغه زياته کړه چې ددغو پروژو  په تطبقولو  سره به  ددغه ولايت دبزګرانو  اومالدارانو  زياتې ستونزې  لرې شي .او  يوشمېر کسانو ته  دکارزمينه هم برابرېږي .
هغه زياته کړه په روان کال کې دغنمواته  سوه اتيا متريک ټنه اصلاح شوي تخم اوکيمياوي سره  په بزګرانو ويشل شوې ده .او ١٥٠٠٠٠جريبه ځمکه کې په زرګونو ميوه لرونکي او ډولي نيالګي اېښودل شوي دي .
دبلخ دکرنې اواوبو لګولو رييس وايي اوس  په دغه ولايت کې څه دپاسه  ١٥٠٠ سړې خونې شته ،
ختم _ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته