فرهنګ

په هرات کې پر کتاب لوستلو ټينګار وشو

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په هرات ښارکې د کتاب کافه وليدله او د هغې کارکوونکي وستايل.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان دغه کتابتون په هرات ښارکې د کتاب لوستلو فرهنګ د رواجوړلو لپاره يو ستر نوښت وباله او د دغه شان ځايونو جوړول يې په هرات کې د کتاب لوستلو فرهنګ د ودې په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله او ټينګار يې وکړ چې د کتاب دغه شان کافې بايد په دغه ولايت کې زيات رونق پيدا کړي.
په پاى کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغې کافې مسوولين وستايل.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته