امنیت

دماين پاکونکو د ژغورنې په خاطر عمليات پيل شول .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
په هرات کې پوځيان نن د ژغورنې دعملياتو په ترسره  کولو سره د وسله  والو کسانو له منګولو څخه يوازې دشپږو ماين پاکوونکو په  ژغورنې بريالي شول .
پرون ناوخته څه  نا څه پنځوس تنه ماين پاکوونکي په پښتون زرغون ولسوالۍ
کې د وسله والو طالبانو په بريد کې وتښتول  شول .
دهرات ولايت امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي باختر آژانس ته وويل پوليسو دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره وکولاى شول شپږ تنه ماين پاکوونکي د طالبانو له منګولو  څخه  وژغوري .
احمدي وويل  د دغو ماين پاکوونکو دساتلو سيمه مشخصه شوه او اوس امنيتي مامورين دجګړه مارانو له منګولو څخه د نورو ماين پاکوونکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکي دتاکک په سيمه په  هغه ځاى کې چې ماين پاکوونکې ساتل کيږي دامنيتي ځواکونو او يرغلګرو طالبانو ترمنځ دسختې نښتې  خبر ورکړ او ويې  ويل چې سيمه دامنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .
دا لومړى ځل نه دى چې طالبان په هرات کې دماين پاکوونکو په تښتولو لاس پورې  کوې په  وروستيو کلونو کې جګړه مارانو څو ځلې دماين پاکولو  په ټيمونو  په بريد سره دهغوى دبشردوستانه فعاليتونومخه نيولې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته