امنیت

په کابل کې دوه چاودنې وشوې

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
دکابل ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار دوه چاودنې وشوې.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مرستيال نجيب الله دانش دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو چاودنوکې چاته زيان نه دى اوښتى او دواړه چاودنې د چاوديدونکو توکو زيږنده دي چې يوه يې دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معينيت عملياتي قطعې ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو د کمپ په دروازه کې او بله چاودنه د هوا پوهنې د ادارې په ساحه کې وشوه.
ده څرګنده کړه چې د هوا پوهنې د ادارې د ساحې په چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى. خو د هغې چاودنې له امله چې د بهرنيانو په کمپ کې شوې ده؛ د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
په همدې حال کې ويل کيږي: په هغې چاودنه کې چې د بهرنيانو په کمپ کې شوې ده؛ بهرينو ځواکونو ته د سر زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته