امنیت

دامريکايي پوځيانو قوماندان : دافغانستان په سلو کې اويا داعشيان پاکستاني طالبان دي.

تهران – ايرنا – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په افغانستان دميشتو پوځيانو قوماندان اعلام وکړ چې په افغانستان کې په سلو کې اويا تروريست داعشيان ، پاکستاني طالبان دي.
باختر آژانس دنړيوالو خبري منابعو خبر راکړ : جنرال جان نيکلسون ويلي دي چې دغه کسان دورکزو ايجسنۍ له قبايلي سيمو څخه چې يو وخت داسلام آباد دحکومت پرضد جنګيدل دي.
نيکلسون وويل چې اوس دغه طالبان دپاکستاني پوځيانو له عملياتو وروسته دافغانستان په ختيځ کې دننګرهار ولايت ته تللي دي او ددغه ولايت نيول يې خپل يو هدف ټاکلى دى .
په افغانستان کې دميشتو امريکايي پوځيانو قوماندان د خراسان دڅانګې په نامه داعشيان دامريکا دګټو پرخلاف مستقيم ګواښ بللى دى .
او ددغې ډلې پرخلاف يې دمبارزې په اړتيا بانډې ټينګار کړى دى.
ده په افغانستان کې د داعشيانو شمير له ١٠٠٠تر ١٥٠٠٠ تنو پورې اعدام کړى دى .
دافغانستان د دفاع وزارت او دننګرهار دولايتي ادارې مقاماتو هم په وار وار په دې سيمه کې دپاکستاني داعشيانو دوژل کيدو خبر ورکړى دى .
افغان امنيتي مقامات وايي چې په وار وار يې په ننګرهار کې له وژل شويو داعشيانو څخه پاکستاني کارتونه کشف کړي دي دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني تيره اوونۍ ددغه هيواد دامنيت شورا په غونډه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه وغوښتل چې خپلې ټولې هلې ځلې په افغانستان کې دداعش دتروريستي ډلې دعناصرو دځپلو لپاره وکاروي دافغانستان امنيتي او دفاعيي ځواکونو په تيرو څلورورځو کې دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش دعناصرو پرخلاف پراخ عمليات ترسره کړي دي او په دې بريالي شوي دي چې ددغې ولسوالۍ کنترول د داعشيانو له لاسه وباسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته