امنیت

په هلمند کې دوه تنه وسله وال د خپل ماین ښکار شول

لښکر ګاه باختر د کب د میاشتې ۱۲ مه
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په  لوی مانده سیمه کې دوه تنه وسله وال د خپل ماین ښکار شول.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک  د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل،وسله والو  طالبانو غوښتل چې  په لویه  لار کې ماین ځای پرځای کړي،خو خپل ماین پرې چاودنه کړې چې له امله يې دوه تنه وسله وال وژل شوي  دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته