امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو په نويو بريدونو کې د١٨ داعشيانو وژل کيدل

دجلال اباد ښار  باختردچنګاښ دمياشتې٢٢نيټه :               
اتلس تنه داعشيان دهېواد په  ختيځ کې د پوځيانوپه نويو بريدونو کې ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو  تيره شپه دننګرهارولايت  په ځينو سيمو کې  هوايي  او ځمکني بريدونه وشول.
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  دپوځيانو په نويو بريدونو کې اتلس تنه  داعشيان ووژل شول.
ده وويل   په دغو داعشيانو په  ننګرهار ولايت  په خاصه  توګه  دغني خيلو ، اچين ، هسکې مينې او بتي کوټ  ولسواليو کې  بريدونه  وشول.
درارسيدلو خبرونوله مخې په دغو بريدونو کې  دداعش دډلې څو مرکزونه   له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې له اوله منځه تللي دي.
پا ى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته