غزه کې د وژل شویو شهیدانو شمېر ۱۳ زره تنو ته رسېدلی، تر نیمایي زیات یې ماشومان او ښځې دي.
د غزې په شمال کې د اندونزیا پر روغتون هوایي برید کې ۸ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
اندونزیایي چارواکو له اسرایلي ځواکونو څخه غوښتي چې ژر تر ژره خپل سرتېري د اندونزیا روغتون له شاوخوا سیمو څخه وباسي.
د غزې روغتیایي چارواکو د اسرایلي ځواکونو هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د الشفا روغتون تلخونو کې یې د حماس ډلې یو تونل کشف کړی.
غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې ۴۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۴۳ یې فلسطینینان، څلور یې اسرایليان او یو یې د لبنان اوسېدونکی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي له الشفا روغتون څخه یې ۳۱ تنه نوي زیږېدلي ماشومان د غزې جنوب ته لېږدولي او دا مهال د ناصر او د اروپا اړوند یو روغتون کې تر درمنلې لاندې دي؛ د اکثریتو دغو ماشومانو مور اوپلار په جګړه کې وژل شوي دي.
د قطر لومړی وزیر وایي د حماس او اسرایلو ترمنځ د بندیانو تبادلې په اړه پر مختګونه شوي دي.
فرانسې په غزه کې له زیانمنو سره د مرستې په موخه د درملو او نورو اړینو توکو یو کڅوړه اعلان کړې.