ټولنه

د مزارشريف په لويه لاره کې خونړۍ ترافيکي پيښه

کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
د کابل  _ مزارشريف لويه لارې نن د يوې خونړۍ ترافيکي پيښې ډګر و .
دغه پيښه نن له غرمې وروسته د سمنګانو ولايت په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د نفتي توکو د ليږدونې يو موټر د مسافرينو د سپرلۍ له يوبس موټر سره ټکر وکړ .
د کابل- مزارشريف د لوى لارې د ترافيکو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې له دغې پيښې وروسته د نفتي توکو د ليږدونې په موټر او د سپرليو د ليږدونې په موټرکې او رولګيد .
تر اوسه پورې د دغې پيښې له امله د سر د اوښتى زيان دقيق شمېرمعلوم نه دى.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته