ټولنه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دپروان په يوشمېر ښوونځيو  دچاريکارو ښاروالۍ له لورې  تنظيفاتي وسايل  وويشل شول .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه وسايل  چې دژوند په چاپيريال ساتنه  ، دښوونځيو  په پاکوالي ، دمناسبې زده کړيزې فضا په ښه والي  او سمسورتيا کې  کارول کېږي  په هغو ښوونځيو وويشل شول  چې  دښاروالۍ دکمېټې  غړيتوب لري .
  دچاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديقي وويل :  دغه وسايل چې يو څلويښت قلمه کېږي  د پنځه ديرشو زرو  امريکايي ډالرو په ارزښت  د  شهر موسسې  له لوري  برابر شوي دي .
   دپروان دپوهنې رييس   عبدالظهور حکيم ددغې مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل   چې له دغو وسايلو څخه به  په پاکوالي  اودمناسبې  زده کړيزې فضا په ښه والي کې  ګټه واخستل شي .
  ختم-ف  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته