امنیت

په قندهارکې ١١ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
په قندهار ولايت کې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول .
دغه بريد نن سهارد قندهار ولايت په نېش ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانو په يوه پټنځي ترسره شو.
پر دغو وسله والو طالبانو هغه وخت بريد وشو چې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
دهېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په دغه بريد کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
پاى ذکرالله 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته