فرهنګ

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱ مه کلیزه د علمي سيمينار، کتابونو او لاسي صنايعو نندارتون او هنري پروګرامونو په جوړولو سره په ډېره پرتمینه توګه ونمانځله

کابل / دزمري ٢٨مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست اونوماند وزیر محمد طاهرزهير په وينا سره پرون د هېواد د خپلواکۍ  د بيرته ترلاسه کولو ١٠١ مه کلیزه د غازي شاه امان الله خان د فرهنګی کړنو د درنښت علمي سيمينار په جوړولو سره ونمانځل شوه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه سيمينار د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په نوښت او د افغانستان علومواکاډمۍ او کابل پوهنتون  په همکارۍ  د يوشمېر حکومتي مسوولينو، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د معينانواورييسانو او د علمي اوفرهنګي شخصيتونو په ګډون د کابل  په چهلستون ماڼۍ کې جوړ شو .
د سيمينار په پيل کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١ مې کاليزې په مناسبت  د سيمينار برخه والو او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وويله.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د سيمينار په پرانستونکي وينا کې وويل  چې  ۱۰۱ کاله مخکې یانې  په  ١٢٩٨ کې  د هېواد خپلواکي ترلاسه شوه او شاه امان الله خان  د اقتصادي، ټولنيز اوپه تېره بيا فرهنګي پرمختګ لپاره خپل پروګرامونه پيل کړل . د ده پروګرامونو  تر ډېره فرهنګي ماهيت درلود.
هغه زياته کړه  چې په فرهنګي چارو کې  د شاه امان الله خان اقدام  پراخ اړخونه لرل؛ خو له هغه مهاله ترننه د هغه د فرهنګي  څېرې دغو پراخو اړخونو ته  لږه پاملرنه شوېده .
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې سږ کال د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د هېواد پوهانو او فرهنګیانو ته  بلنه ورکړه  او ترې یې وغوښتل  چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په ویاړ د شاه امان الله خان  فرهنګي کارونو ته بيا کتنه وشي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د راډيو ، سينما، کتابتون، چاپي خپرونو او کتاب خپرولو په ګډون  د فرهنګي ښکارندو يادونه وکړه او ويې ويل: آيا  دا ټول  موږ  دې ته  نه متوجه کوي  چې له نن څخه ١٠١ کاله مخکې  په زياتو مسئلو په تېره بيا فرهنګي مسئلو کې د سيمې او ګاونډيو هېوادونوپه کچه مخکښان او تر نورو وړاندې وو.
هغه زياته کړه چې  اتيا کاله مخکې باختراژانس تاسيس شو چې په خپل ډول کې  په سيمه اوګاونديو هېوادونوکې  بې سارى و .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګاروکړ: د دغه سيمينار  مقالې چاپوو  او نور پروګرامونه هم ترلاس لاندې لرو، چې موخه یې عامه پوهاوی دی اوموږ به  خپلو  ملي اوفرهنګي ارزښتونو ته ځير کړي .
وروسته  د افغانستان  داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام  د جمهور رييس ستر سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون  ولوست چې په کې ويل شوي دي: د خوشحالۍ ځاى دى، چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١ مې کلیزې په مناسبت  د شاه امان الله خان غازي د دورې  د فرهنګي کارونو په باب  علمي سيمينار جوړ کړى دى .
د جمهوررييس په پيغام کې ويل شوي دي  چې د شاه امان الله خان په دوره کې نه يوازې  هېواد  خپله خپلواکي ترلاسه کړه؛ بلکې په بېلابېلو برخو کې  پرمختګ ته هم پاملرنه وشوه.
شاه امان الله خان غازي او د هغه ياران پوهېدل  چې د خپلواکۍ د ساتنې په خاطر او د خپلواکي له نعمت څخه د ريښتيني استفادې په مقصد اړتيا ده چې هېواد په اقتصادي ، سياسي ، ټولنيزو اوفرهنګي برخوکې  پرمختګ وکړي.
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي چې د همدې مفکورې پربنسټ  د شاه امان الله خان غازي په دوره کې  فرهنګي وده ګړندى شوه، مطبوعاتي فعاليتونه پراخ شول،  د هېواد په هره  سيمه کې  د ښوونځيو جوړول پیل شول، يوشمېر محصلان  د لوړو زده کړو لپاره بهر ته واستول شول او د ښځو غورځنګ فعاليت پيل کړ .
شاه امان الله خان غازي اود هغه يارانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې په افغاني ټولنه کې  د خپل کار په موده کې يوستر فرهنګي انقلاب ته  لاره اواره کړه او ننني فرهنګي برياليتوبونه د هغې دورې د هلوځلو دوام دى .
په همدې ترتيب  د علومواکاډمۍ علمي غړي څېړنپوه غلام نبي صلاحي د دغې اکاډمۍ پيغام، د کابل پوهنتون استاد زلمي هوټک  د کابل پوهنتون پيغام او بيت الرحمن  رودوال د شهيد استاد رباني  ښوونې او روزنې پوهنتون پيغام،  چې د سيمينار په نامه لېږل شوي وو،  ولوستل .
دغه راز د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر په استازۍ زهرې يوسف د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١مې کلیزې په ویاړ  د افغانستان ټولوخلکو ته مبارکي وويله،  د غازي امان الله خان د دورې  په بېلابېلو برخو په تېره بيا فرهنګي برخه کې یې  د ښځو د رول په باب معلومات ورکړل.
وروسته د سيمينار علمي غونډه د څېړنوال استاد حبيب الله رفيع په ریاست پیل شوه، علي اميري د غونډې مرستیال وټاکل شو او رنګینې اسدي ته د غونډې د منشي دنده وسپارل  شوه.
په دې غونډه کې استاد حبيب الله رفيع ، سيد حسين اشراق ، ساهرې شريف، زلمي هوتک ، پوهاند محمد رسول باوري ،مصطفى شفيق، ډاکټر محمد شريف ځدران، آمنې اميد، څېړنپوه سيد محې الدين هاشمي،  او څېړندوی ناظم  په وار سره خپلې  څېړنېزي او تحقيقي مقالې  چې د شاه امان الله خان غازي د دورې د بېلا بېلو اړخونو او کارنامو په تېره بيا  فرهنګي کارونو په باب یې ليکلي وې، ولوستې.
د سيمينار په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سترسلاکارډاکټر طارق رشادپه اتو مادو کې د سيمينار  پريکړه ليک ولوست .
د پريکړه ليک په يوه برخه کې  د سيمينار د جوړولو اود سيمنار د مقالو د چاپولو په خاطر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له پاملرنې څخه په مننې سره  ټينګار شوى دى چې د اماني دورې فرهنګي برياليتوبونه زياتو تحقيقاتو ته اړتيا لري اود سيمينار  برخه والو په دې برخه کې د دولتي بنسټونو او د اکاډميکو مرکزونو د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه رازټینګار شوی چې د اماني دورې د تاريخي ابداتو معرفي کولو اوبيا رغاونې ته دې هم  جدي پاملرنه وشي .
په پاى کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  محمد طاهرزهير د سيمنيار کار وڅېړه  او د سيمنيار  له پريکړه ليک سره يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ملاتړ اعلام کړاو د سيمينار په کار کې یې د پوهانواواستادانو له فعال ګډون څخه  مننه وکړه.
په همدې ترتيب  محمد طاهر زهير د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١ مې کلیزې په مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د کتاب نندارتون او د لاسي صنايعو نندارتون په  چهلستون تاريخي بڼ کې پرانیست.
د ملي تياتر ممثلانو د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١ مې کلیزې په مناسبت ( ١٠١کاله مخکې) تر عنوان لاندې ننداره اجرا کړه  او د موسيقۍ رياست هنرمندانو هم  د موسيقي پروګرام تر سره کړ.
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته