سیاست

دملي دفاع وزيرله پاکستان څخه وغوښتل چې د ډاراچوونکو د له منځه وړلو په کار کې دې صادقانه همکاري وکړي

کابلباختر دسنبلي٢١
دملي دفاع وزيرسترجنرال بسم الله محمدي نن د پاکستان د اسلامي جمهوريت دسنا  مجلس د دفاعي چارو د کميسيون له رئيس او يو شمېر سناتورانو سره وکتل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د هيواد د ملي دفاع وزير په دې کتنه کې دافغانستان د خلکو دجهاد په دوران او په تيرو لسو کلونوکې دافغانستان له خلکو سره دپاکستان د همکاريو له امله قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې اسلام آباد دکابل دسولې په خبرو کې اغيزمن رول لري.
دهيواد د ملي د فاع وزير دغه رازڅرګنده کړه چې په سيمه کې له تروريزم سره همکاري د دواړو هيوادونو په ګټه نه ده او په افغانستان او پاکستان کې امنيت له پخوا زيات له ګواښ سره مخامخ کوي.
ده وويل چې په وروستۍ يوه لسيزه کې د تروريستي بريدونو له امله په سلګونو تنه افغانان او پاکستانيان وژل شوي دي او بايد د دواړو هيوادونو دولتونه ددغې کرغيړنې پديدې دله منځه وړلو لپاره صادقانه همکاري وکړي.
د هيواد د ملي دفاع وزير دغه راز له پاکستاني سناتورانو څخه وغوښتل چې د سولې دخبرو ميز ته د افغاني طالبانو دهڅولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.
وروسته دپاکستان د سنا مجلس د دفاعي چارو د کميسيون رييس شاهدحسين سعيد د افغانستان د سولې دخبرو په کارکې د خپل هيواد د همکاريو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د دغه هيواد دولت اوس په دې باوري شوى دى چې په سيمه کې تروريزم له دغو هيوادونو سره د هيڅ يو په ګټه نه دى اوشتون يې په افغانستان او پاکستان کې امنيت په خطرکې اچولي دى.
دپاکستان دسنا مجلس د دفاعي چارو د کميسيون رئيس دغه راز څرګنده کړه چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې دسولې د تامينولو معنى لري او ددغه هيواد دولت به د سولې خبرو ته د افغاني طالبانو د راکښلو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.
ديادوني وړ ده چې دپاکستان د سنامجلس هيئت درې ورځې مخکې د يو رسمي سفر لپاره افغانستان ته راغلى دى او د هيواد د جمهور رئيس په ګډون له جګپوړو دولتي مقاماتو سره يې ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته