سیاست

ځان مرګې بريدونه داسلام له نظره مردود دى

کابل باخترد تلې ٣
دجهادي شخصيت او په ولسي جرګه کې دخلکو داستازې استاد عبدالرب رسول سياف وروستى خبرې د دين عالمانو د توده هرکلى وړګرځيدلې دى او هغوى هم ټينګار کړي دي چې ځان مرګې بريد ځان وژنه ده او ځان وژنه په اسلام کې حرام ده .
دباختر آژانس دخبرله مخې: يوتن جهادي مشر او دملي شورا غړى استاد سياف په دې وروستيو وختو کې داستاد برهان الدين رباني دشهادت دلومړۍ تلين د درناوى په مناسبت په نړيوال کنفرانس کې يو ځل بيا دځان مرګو بريدونو په ناروا والې ټينګار وکړ.
استاد سياف په دې وروستيو وختو کې په هغه کنفرانس کې چې له همدې امله په کابل کې جوړشوى و؛ په خپلو خبروکې يو ځل بيا ځان مرګې بريدونه په اسلام کې مردود او ناوړه عمل وباله او د وسله والو مخالفينو په ځپلو باندې يې ټينګار وکړ او وې ويل: تر هغه وخت پورې چې طالبان او ملاتړې يې تر سخت نړيوال فشار لاندې ونه نيول شي،د افغانستان له دولت سره خبرو او روغې جوړې ته به حاضرنه شي.
دغه راز ده څرګنده کړه: هغه جګړه چې طالبانو او ملاتړو يې د افغانستان د دولت او مسلمانو خلکو پرخلاف پيل کړي دي،هيڅ راز ديني مشروعيت نه لري .
استاد سياف پخواهم دافغانستان دملي اتل د شهادت د يوولسم تلين د درناوى په مراسموکې په صراحت سره اعلام وکړ چې دجهادي شخصيتونو ترور، پر بې ګناه خلکو ځان مرګې بريدونه او په واټونوکې دماينونو په ښخولو سره دخلکو وژل غير شرعي او غير اسلامي کاردى، ده دينى عالمانو ته چلنج ورکړچې يو کمزورې دليل چې وکولى شي ځان مرګې بريدونه توجيه کړي ،وړاندې کړي .
دغه راز استاد سياف وويل: په هغه صورت کې چې ځان مرګې بريدونه جايز دى،  ولې هغه يو مفتي چې دغه فتوا صادروي په خپله واسکټ نه اغوندي او په ځان مرګې بريد لاس نه پورې کوي اويا دغه واسکټ خپل زوى يا کوم بل خپلوان ته نه وراغوندي؟
داپه داسې حال کې ده چې دسولې د اوونۍ په کنفرانس کې يو ستر ديني عالم اودلبنان داسلامي پوهنتون رييس شيخ عبد الناصر جبري په اسلامي هيوادونو کې دجهاد په نامه دديني عالمانو ،پيشوايانو او دمسلمانانو دمشرانو وژل د شريعت او اسلام له نامه څخه ناوړه استفاده وبلله او دغه عملونه يې په هغو کسانو پورې اړوند وبلل چې وغواړي دجهاد له نامه څخه ناروا استفاده وکړي چې اسلام بد نامه کړي .
دغه راز دکابل ښار يو تن اوسيدونکى قارى کريم الله د استاد سياف دخبرو په تاييدولو سره وايي:  ځان مرګې بريدونه چې خلک پکې وژل کيږي، داسلام دمقدس دين په نظر په بشپړه توګه حرام دى، ځکه لوى خداى (ج) په قرانکريم کې ويلى دى چې دمسلمان د وينى تويول دردونکى عذاب لري او هغه څوک چې يو بې ګناه مسلمان وژني ،د دوزخ د اور مستحق ګرځي.
طالبان دځان مرګو بريدونو په کولو اودماينونو په ښخولو او چولو سره يواځې او يواځې ملکي وګړي شهيدانوي. يو تن دينى عالم مولوى عبدالبصير د استاد سياف د وروستيو څرګندونو په باب وايى چې داستاد سياف نظر په بشپړه توګه فقهي او شرعي منطق لري او هغه څه چې استاد سياف بيان کړى دى ديني حکمونه دي، ځکه ځان مرګې بريد ځان وژنه ده اوځان وژنه په اسلام کې حرام ده او ترسره کوونکى يې له الهي حکم سره سم د دوزخ مستحق پيژندل شوى دى.
دغه راز دى وايي: دا چې طالبان دځينو هيوادونو د استخباراتو لاس په آله بدل شوي دي،هيڅ شک نه شته او هغه جګړه چې طالبانو پيل کړي دي؛ هيڅ راز دينى توجيه نه لري.
د دين عالمان دې بايد داستاد سياف په شان د دين رښتنې حقايق خلکو ته ورسوي او د نفس دوژنې او ځان وژنې په باره کې ددين حکمونه په اوچت غږ بيان کړي چې ديو شمير تيروتلو کسانو فکر او ذهن روښانه شي او سمې اومستقيمې لارې ته ستانه شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته