-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
د ننګرهار د تورخم ښارګوټي ستر پل ترميم شو.
د دغه پل يوه ستنه او ځينې برخې ويجاړې شوې وې او د بشپړ ويجاړېدو په درشل کې و.
د ننګرهار د سړکونو د ساتنې او څارنې رييس حامد ضيا باختراژانس ته وويل چې دغه پل د دوو ميليونو اوسلو زرو افغانيو په لګښت ترميم شو.
د تورخم ښارګوټي پل شپږ دېرش متره اوږدوالى او ١١ متره سور لري.
ختم_ ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ