کابل ، د ثور ۲۲ مه ، باختر
د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د (اختر ډالۍ) تر سرلیک لاندې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د ګربز علي دايي لوبډلې به بریا پای ته ورسېدې.
د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال وايي چې پایلوبې ته د ګربز علي دایي او متون لوبډلو لاره پيده کړه؛ خو ګربز لوبډلې وکولای شول، چې متون لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
سعیده