فرهنګ

وېسا: خبريالان دې د ادارو په اصلاح کې همکاري وکړي

قندهار باخترد زمري د مياشتې ۷ مه
د قندهار والي د خبريالانو د مصونيت له کميټې سره په کتنه کې له دوي څخه وغوښتل چې د ادارو په اصلاح کولو کې ورسره همکاري وکړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، په هغې کتنه کې چې په همدې موخه پرځای شوې وه، د قندهار د خبريالانو د کميټې غړو وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې راکمې شوي اوپه دغه ولايت کې يواځې له دوو پېښو سره مخامخ شوي دي.
د افغان خبريالانو د کمېټې غړو تر ډېره د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر د نه همکارۍ، د والي د ویاند، د اطلاعاتو او فرهنګ د رېیس د سرپرستۍ او له سيمه ېيزو رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د ولسوالانو او رېیسانو د همکارۍ د نه کولو په اړه شکایتونه او وړاندیزونه وکړل.
د قندهار والي زلمي وېسا وویل چې ستونزې شته، خو یو شمېر رسنۍ هم د رسنیزو معیارونو او د افغانستان د نافذه قوانینو مطابق خپلې دندې سرته نه رسوي.
د زياته کړه په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې هره ورځ د پرمختګ کارونه ترسره کيږي خو يو شمېر رسنۍ بيا يوازې امنيتي پېښو ته متوجه وي او د خپرولو هڅه يې کوي.
وېسا وویل د ادارو اصلاح د رسنيو په مټ سره کېدای شي، نو هيله ده چې خبريالان راسره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته