امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٣
په ميدان وردګو ولايت کې نهه تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په دوو جګړو کې ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې د سيد آباد او جلريز په ولسواليوکې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو د مسافرينو د سپرلۍ په کاروان د بريد مخه ونيوله.
يوه قوماندان د دغه خبر په تاييدولو سره وويل چې طالبانو غوښتل په جلريز او سيد آباد ولسواليوکې د مسافرينو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې پوځيانو يې مخه ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته