امنیت

يو ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
يو ديرش تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دکورنيو چارو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان د ننګرهار ، بغلان، سمنګانو، فارياب، بدخشان، ميدان وردګو او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو فعاليتونوکې د يو ديرشو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره ٧ تنه ټپيان او ١٣ تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله والو طالبانو چې غوښتل دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د جويبار په ساحه کې يو ماين ښخ کړي؛ ماين د ښځولو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې يو تن يې ووژل شو او يو تن بل يې ټپي او د پوليسو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته