کابل باخترد وري دمياشتې ٧ :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول نن د لاتويا دبهرنيو چارو له وزير ايدکزر رينکيويچ سره چې کابل ته راغلى دى؛ د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د سيمې د حالاتو په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکوز ، دسيمې دحالاتو او دغه راز دافغانستان او داروپا داتحاديې ترمنځ دهمکاريو په باب خبرې وکړې .
دواړو لوروموافقه وکړه چې د دواړوهيوادونو دبهرنيوچارو د وزارتونو ترمنځ د سياسي سلامشورو د ترسره کولوپه مقصد د دوه اړخيزو همکاريو يو سند لاسليک کړي.
دواړو وزيرانو دغه راز د دواړو هيوادونو ترمنځ دهوايي چلندپه برخوکې دهمکاريو دپياوړتيا په باب هم خبرې وکړې.
دلاتويا د عسکرو يو ټولګى دافغانستان د امنيتي ځواکونوترڅنګ دفارياب ولايت دامنيت دتامينولو په برخه کې همکاري کوي.
1 1 دقیقه لوستل