فرهنګ

تبصره :

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
د باختر خزانه ، دمس عينک  دآثارو  خزانه او دهېواد نورې لرغونې شتمنۍ دافغانستان د خلکو دفرهنګ او تمدن څرګندوى دى  چې ددغه لرغوني هېواد   دپرتمينې او ارزښتناکې لرغونتيا خبرې  کوي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
دباختر  دخزانې او دمس عينک دخزانې دلرغونو آثارو دمعرفي کولو په نسبت  دنړيوالو علاقمندي چې داطلاعاتو اوفرهنګ دوزيرعبدالباري جهاني په نوښت دنړۍ دځينو هېوادونو په پايتختونو کې  نندارې ته وړاندې شوې و ، دهرې ورځې په تيريدو سره  زياتيږي او زيات شمير هېوادونه  ددغو آثارو کوربه توب  او خپلو  خلکو ته دهغو دښودلو  لپاره چمتو دي.
دباختر خزانه اوله مس عينک او دهېواد  له نورو لرغونو ساحو څخه ترلاسه شوي آثار د افغانانو  د ګټور تمدن اوفرهنګ څرګندوى دى  چې نړيوال ددغه  هېواد له تاريخ  او لرغوني مدنيت سره  بلدوي.
له هغه وروسته چې  په هېواد کې دطلاتپې  دآثارو شتون تثبيت شو  يو زيات شمير هېوادونو په خپلو هېوادونو کې  نندارې ته ددغو آثارو له وړاندې کولو سره  علاقمندي پيدا کړه او داپه داسې  حال کې و چې افغانستان  له مشقت او جګړې او وحشت څخه ډک کلونه تير کړل  او ددغه هېواد نوم  له ناوړو او کرغيړنو پديدو سره پيوند خوړلى و.
خو  په بهرکې ددغو آثارو نندارې   دافغانستان دخلکو اصلي او رښتينې هويت 
دداسې خلکو په توګه  چې وياړلى تاريخ لري  او هېواد يې  دزياتو تمدنونو او مدنيتونو ډګر دى اوپه نړۍ کې  دمعرفت  ، پوهې  اوفرهنګ الګو دى  معرفي کړ.
تراوسه پورې دباختر اوطلاتپې  دخزانې  آثار او اوس  دمسک عينک آثار  دنړۍ په څو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي او دغو آثارو خپل ارزښتناک او ګټور سفر  له فرانسې څخه پيل کړ او اروپايي هېوادونو ته ورسيد. په امريکا  او کاناډا کې يې زيات ننداره کوونکي لرل  په پاى کې جاپان ته يې لاره پيدا کړه  اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به   جنوبي کوريا  کوربه توب يې وکړي.
په دغو هېوادونو کې  ددغو آثارو  نندارې ته وړاندې کولو سر بيره پردې  چې   دافغانستان خلکو ته يې زياتې مالي  ګټې لرلې  ، ثابته کړه چې افغانان  خپل لرغوني آثار دنړيوالو ميراثونو يوه برخه بولي اوپه پوره سخاوت سره  هغه  دنړۍ   دسوله دوستو او فرهنګ دوستو خلکو نندارې ته وړاندې کوي .  هغه څه  چې  دغه آثار داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير په نوښت نړيوالو ته په ډاګه کوي دا دي   چې  افغانستان  له پخوا زمانې راپه دې خوا  دفرهنګونو  دپيوستون مرکز ، دمهاجرتونو،  سوداګرۍ  اود هغو خلکو روزنيز مرکز دى  چې  په ځان پورې  مختص  معنوي ارزښتونه او فرهنګ يې لرل.
دا کار ددې سبب شو چې  دلرغوني  آريانا هېواد ، نننى افغانستان په فرهنګي  او دمعنوي شتمنيو په  لحاظ لا پسې متمدن شي او دغه شتمنۍ له يوه نسل څخه بل نسل ته  وليږدول شي .
اوس چې  خبره  دمعاصرې تکنالوجۍ ، زغم  او دهمغږۍ ده ، افغانستان بيا هم  په دغه شان همکاريو کې محوري رول لري .
دوريښمو دلارې او دلاجوردو دلارې احيا کول ، دسيمې په ترانزيت اوپيوستون کې  دافغانستان  رول ته ارزښت ورکولو بيا هم  دافغانستان لرغوني دريځ احيا کړى دى او دا کار ددې څرګندوى دى چې پرونۍ آريانا  او نننۍ افغانستان  هماغه شان په سيمه ييزو معاملو اوتعاملاتو کې ځانګړى ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته