سیاست

د امريکا له سفيرسره د سترې محکمې د رييس کتنه

کابل باختر  دمرغومي لومړي :
د سترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له نوي سفير (هوګ ليورنس چارجدفير) سره وکتل .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د امريکا سفير څرګنده کړه: قضايه قوه د دولت مستقل رکن دى او زه په دې باور يم چې په رښتنيې توګه يوه مستقله  قوه د يوه بريالي سياسي نظام او د دموکراسي بنسټ جوړوي او د هغه درناوي له مخې چې د افغانستان خلکو او د هغو قضايي نظام ته لرم؛  ډاډ ورکوم چې د امريکا دولت د پخوا په شان د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت ملاتړ کوي .
په مقابل کې د سترې محکمې رييس وويل چې له شک پرته د قضايه قوې  استقلال او له سياسي مسئلو او نښتو څخه د هغې لرې والي د عدالت د تامينولو او دخلکو د باور د پيداکيدو سبب کيږي چې له نيکه مرغه د افغانستان قضايه قوې د اساسي قانون له مصرحاتو سره سم خپل استقلال ساتلى او د ملي وحدت د حکومت د ملاتړ وړ دى او دغه راز د دولت له نورو قواوو سره اړيکې يې دمتقابل درناوى پر بنسټ او د قوانينو د حکمونو په حدودوکې تامينې دي.
د سترې محکمې رييس دغه راز له اداري فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او د قضايه قوې د تشکيلاتو د بيا څيړنې په برخوکې د قضايي قوې د وروستيو بدلونونو او انکشافاتو او هم د محکمو په بېلابېلو کچوکې د کادري بدلونونو په باب چې له هراړخيزې څيړنې او مطالعې وروسته رامنځته شوي دي؛ معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې دغه بدلونونه د عيني اړتياوو او ضرورتونو په پام کې نيولو سره ترسره شوي دي او په پايله کې يې د ا امکان برابر کړى دى چې ښه  قضايي خدمتونه وړاندې شي او قضيې په ټاکلو قانوني وختونوکې وڅيړلې شي .
د سترې محکمې رييس په ځانګړي توګه د اداري فساد پرخلاف له جدي مبارزې سره اړيکې ونيولې او زياته يې کړه: که څه هم له دغې پديدې سره نورې ملي او نړيوالې ټولنې هم ورسره مخامخې دي؛ خو د ملي وحدت د حکومت مشرتوب او په تېره بيا عدلي او قضايي ارګانونه غوڅ او جدي هوډ لري چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره د دغې پديدې مظاهر په بشپړه توګه له خپلو بنسټونوڅخه لرې کړي او بشپړ کاري او وظيفوي شفافيت رامنځته کړي .
ور پسې د امريکاسفير په قضايه قوه کې د اصلاحي تدبيرونو او د مسلکي کولو د بهير هرکلى وکړ او په ګډې همکارۍ د ټينګار په ترڅ کې يې د خپل متبوع هېواد د مادي او تخنيکي همکاريو ډاډ ورکړ.
دواړو لورو دغه راز په دې کتنه کې د امريکا د نوي دولت د پاليسيو او د دغه هېواد له خوا د افغانستان د اوسني حالت په تېره بيا د بشري حقوقو د رعايتولو، د قانون د واکمنۍ او د قضايي عدالت په ساحوکې د څيړنې او د هېوادوالو د حقوقو د احقاق په لاره کې د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو د رول په باب هم خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته