امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
  ٢٢ تنه  وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن  محمد حنيف رضايي  باختراژانس ته وويل دغه وسله وال طالبان کله يې چې  دکندز ښار ته څيرمه دخواجه پاک او دتلوګه  دسيمو په امنيتي پوستو بريد وکړ دپوځيانو په متقابلو ډزوکې ووژل شول
رضايي زياته کړه چې په دې جګړه کې  ١٨ تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند وويل چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته هم دسردزيان اوښتى دى خوشمير يې معلوم نه دى  
ديوبل خبرله مخې، دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ په چارتوت سيمه کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ددښمن يو کرولا موټر يوکلاشينکوف  او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي اوطالبان له ساحې څخه تښتيدلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته