اقتصاد

دفيض محمد ناصري سراي بيا پرانستل شو

کابل باختر دسلواغي دوه ويشتمه
دفيض محمد ناصري سراي له بيا جوړولو وروسته پرانستل شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه سراي دوه مياشتې مخکې داور لګيدنې له امله په بشپړه توګه وسوځيد .
  او دغې اورلګيدنې له امله څه دپاسه شپږ سوه دوکانونه  په بشپړه توګه له منځه لاړل او دوکاندارانو او سوداګرو ته دمليونونو افغانۍ تاوان واوښت 
په هغو مراسموکې چې ددغه سراى  دبيا پرانستلو له امله پرځاى شوي و حاجي شيخ زاده ددوکاندارانو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل ددغه سراى دوکانداران او سوداګر په دې بريالي شول چې  ددوو مياشتو وروسته دحکومت له  مرستې او همکارۍ پرته  خپل دوکانونه بيا جوړ کړي .
ددغه سراى يوبل دوکاندارحاجي اڅکزي  د خبرو په ترڅ کې وويل حکومت دحسنه پور  دورکړې  ژمنه  کړې وه چې زيانمنو شويو دوکاندارانو ته پور ورکړي او تر پنځوکلونو پورې دمالياتو له ورکولو او له ګمرکي تعرفې څخه معاف شي خو په دې ژمنې عمل ونه شو .
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيئت رييس محمدقربان حقجو دخبرو په ترڅ کې وويل ، دولت خبرې کوي اوژمنه کوي خو نه شي کولي چې خپلې ژمنې عملي کړي ، دغه مسئله ددې سبب کيږي چې دخلکو او دولت  ترمنځ واټن پيدا شي .
حقجو وويل، په هغې کتنه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دفيض محمد ناصري سراي ددوکاندارانو او سوداګرو له استازو سره لرله دماليې او سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو او سوداګرۍ دخونو دعامل هيئت  رييس ته لارښوونه وکړه چې دپور دورکولو اودمالياتي معافيت او دګمرکي  تعرفې موضوعګانې عملي کړي خو دجمهور رييس لارښوونې ته تراوسه پورې  پاملرنه نه ده شوې .
په دې غونډه کې دکابل والي عبدالجبارتقوا وويل ،زه هغه ټولې مسئلې چې تاسو نن دلته طرحه کړه په خپله جمهور رييس ته ليږدوم او هيله لرم چې ستاسو دغه ستونزه حل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته