فرهنګ

په ننګرهار کې دعکاسي دنندارتون پرانستل .

کابل باختر د ثور  ٢٩

 دافغانستانيانو له نظره دنوى افغانستان په نامه  دعکاسي  نندارتون  نن په ننګرهار ولايت کې پرانستل شو .

 دغه نندارتون دشپږو  ورځو لپاره دافغانستان دفوتو ژورناليزم دمرکزله خوا دجلال اباد ښار د شيرزي په استديو کې جوړ شوى دى .

 چارواکي وايي په دغه نندارتون کې دڅوارلسو افغان ژورنالستانو  يو سلو دوه څلويښت عکسونه ننداري ته ايښودل شوي دي .

 دافغانستان دفوتو ژورناليزم دمرکز رييس نجيب الله مسافر  باختر اژانس ته وويل، دوى هلې ځلې کوي چې ددغو نندارتونونو  په جوړولو سره دافغان ټولنيز اقتصادي  حالت او دکتنې وړ محرومي سيمې نړيوالو ته او په خپله افغانانو ته وښيئ .

  نجيب الله مسافر  چې په دې وروستيو وختو کې  يې دعکاسي په برخه کې يوه مهمه نړيواله  جايزه ترلاسه کړې ده وايي هغوى تراوسه پورې وکولاي شول په ملي او نړيواله  کچه   دافغان  ژورنالستانو  دعکاسي شل نندارتونه  جوړ کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته