اقتصاد

د بنو اندراب په ولسوالۍ کې په نهه کيلومتره سړک کې کريړ اچول کيږي

کابل باختردلړم دمياشتې  څوارلسمه :
د بغلان ولايت د بنو اندراب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د نهه کيلومترو په اوږدوالى د سړک د جوړولو او کريړ اچولو کار نن پيل شو.
د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس ديپلوم انجنير عبدالرب حکيمي باختراژانس ته وويل دغه سړک د نهوکيلومترو په اوږدوالى د خيچ کلي  ددغې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي چې دبغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست دکليوالي لارو دجوړولو دپروګرام په چوکاټ کې د درويشتو مليونو افغانيو په لګښت اوار او کريړ پرې اچول کيږي .
  ديادونې وړ ده چې همدا اوس دبغلان ولايت په شپږو ولسواليوکې د اته اتيا کيلومترو سړکونو د جوړولو کار د شپږ شپيتومليونو افغانيو په لګښت دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته