سیاست

په سرپل کې حساس انتخاباتي توکي ولېږدول شول

کابل/باختر/ د وږي ۱۳ مه
حساس اوغير حساس انتخاباتي توکي سرپل ته ورسېدل.
د سرپل د انتخاباتي چارو رييس سيد مرتضى عالمي زاده باختر اژانس ته وويل چې حساس او غير حساس انتخاباتي توکي سرپل ته رسېدلي دي او ولسواليو ته د هغو د لېږدولو او وېشلو بهير ډېر ژر پيليږي.
هغه زياته کړه چې د انتخاباتو د ورځې د کارکوونکو د نوم ليکنې بهير هم پيل شوى دى او د دغه بهير د زده کړييزو پروګرامونو لپاره د نوم ليکنې بهير دوام لري.
د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جيلاني ابوبکر د جمهوري رياست انتخاباتو د ترسره کولو په ورځوکې د امنيتي تدابيرو د نيولو په اړوند د سرپل اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې پوځيان کولاى شي د انتخاباتو د ورځې امنيت تامين کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل زيات شمېر اوسيدونکي د جمهوري رياست په انتخاباتوکې دګډون لپاره د علاقمندۍ په څرګندولو سره د ښه امنيت د تامين غوښتنه وکړه.
ختم-عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته