ټولنه

تبصره

کابل باخترد تلې څوارلسمه :
پرون دتلې دمياشتې ديارلسمه  د ښوونکې ورځ او دهغه کسانو لوړ مقام ته ددرناوي لپاره فرصت دى چې دانسان جوړولو او دانساني ژوندانه  ښوونځي اداره کوي او دبشري پانګې په بشپړولو کې له بشريت  سره مرسته کوي .
  دباخترآژانس مبصر ليکي: پرون دتلې دمياشتې  ديارلسمه  دهيواد دزده کوونکو ټولنه دښوونکې ورځ نمانځي او په دې ترتيب ددغه  محترم  او معتبر قشر  دلوړ مقام درناوى  کوي او د ټولنې دافرادو دښوونې او روزنې په لاره کې دهغوى دزحمتونو او خدمتونو درناوى کوي .
  دښوونکي لوړ مقام ته درناوى په حقيقت کې ديني او قراني ارزښتونو ته درناوى دى ، لوى خداى  ( ج )   ښوونې او روزنې ته لوړ مقام ورکړى دى لکه څنګه چې دقرانکريم دالهي کلام او دبشريت دلارښود  په توګه لومړى سوره داقرا يعنې ولوله په پاکې او له مفهومه  ډکې کلمې  سره پيل شوې ده ، نو زده کړه او نورو ته ور زده کول په اسلامي  فلسفه  کې  ستر تعبير او تفيسر لري چې بايد هغه پيداکړو .
په اصيل  افغاني  فرهنګ او تمدن کې هم چې لرغونى او ارزښتناک تاريخ لري ، زده کړه ، مدرسه  او ښوونځى لرغونې سابقه  اوژور مقام لري او زموږ خلک  ښوونکي او استاد ته لوړ معنوي مقام ورکوي خو نن ورځ په هيواد کې دښوونکو حالت لکه څنګه چې دهغوى حال او مقام ته لازمه ده ، نه دى .
زياتې ناخوالې شته چې په افغانستان کې يې دښوونکي روان ستړى کړى دى او دې کار په هيواد کې دښوونې او روزنې په حالت باندې ناوړه اغيزه کړې ده .
  نن ورځ نه يواځې يو مناسب امنيتي چاپيريال او فضا چې وکولاى شي دښوونکي او زده کوونکي مصوونيت تامين کړي ، دهيواد په زياترو برخوکې شتون نه لري ددې تر څنګ دهيواد زيات شمير ښوونکي داستوګنځي دنه لرلو له امله  ځوريږي   اقتصادي ستونزې هم هغو ى کړوي دفرهنګي ارزښتونو له منځه تلل هم ددې سبب شوي دي چې ښوونکو ته لکه څنګه چې هيله کيږي دزده کوونکو له خوا درناوى ونه شي اوز ياتره نورې  ستونزې.
  څرګنده  خبره داده چې په وروستيو کلونوکې  چې هيواد له زيات بحران او ستونزو سره مخامخ دى او دښوونکي  کاري حالت ته کمه پاملرنه شوې ده .
  موږ دروان کال په  بهير کې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دښوونکو داعتراضونو او غبرګونونو شاهدان وو چې زيات شکايتونه يې لرل . دوى په خپلو ټولو غونډو او ناستو کې په وار وار دغه مسئله په ډاګه کړې ده چې مسوولين دې له ښوونکو سره  خپلې کړې ژمنې  عملي کړي .
ښوونکي په دې ټکى باندې ټينګار کوي چې تيرکال له ښوونکو سره زياتې ژمنې وشوې په تيرو څلورو مياشت کې دپوهنې وزارت د ملکيتونو له غصب  څخه نيولې په شپږو مياشتو کې په ښوونکو داستوګنې  دنمرو تر ويش ، په کابل او ولايتونوکې ښوونکو ته دښار ګوټو تر جوړولو ، داستوګنځيو دجوړولوپه مقصد ښوونکو  ته د اوږدو مهالو  پورونو تر ورکولو ، دپوهنې وزارت په بودجه   کې  دښوونکو ساحوي معاش ته تر ځاى ورکولو اوښوونکو ته دتشويقي  پروګرامونو تر پراختيا پورې هغې ژمنې وې چې ښوونکي  وايي موږ هغه واوريدې خو هيڅکله مو هغه په عمل کې ترلاسه نه کړې .
دهيواد ښوونکي وايي هيله ده چې دچارو مسوولين هغه هم ددغې ورځې دنمانځنې په وخت کې ، دهغوژمنو دعملي کيدو رپوټ ورکړي چې تيرکال له ښوونکو سره  شوې وې .
دهيواد ښوونکي سږ کال دښوونکي ورځ په داسې حال کې نمانځي چې دهغوى زياتره  هيلې تراوسه پورې نه دي عملي شوي خو اوس هم دمسوولينو  په ادارې او ژمنې  باور لري .  هيله کيږي چې موږ دښوونکي دنمانځنې ورځ ددغه اړ قشر په وړاندې دخپلو ژمنو  دنوي کولو لپاره پلمه وبولو او ټول په دې ټکى پوه شو چې دبشري پانګې بشپړتيا  ديوه ښوونکي  په کار او فعاليت پورې اړه لري اوموږ به دهغوى په ملاتړ وکولاى شو دارزښتونو دفاع وکړواو ټولنه دښوونکي په شتون کې بياجوړه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته