امنیت

پوليسو شل تنه دبيلابيلو جرمونو په تور نيولي دي .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
پوليسو  کابو شل تنه  دجنايي جرمونو په تور  دکابل ښار په مربوطاتو کې نيولي دي .
  دغه کسان  دکابل ښار دلومړى ،  دويمې ، څلورمې او دپنځلسمې ناحيې  په مربوطاتو کې  نيول شوي دي .
  دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد  په دې اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو کسانو  دغلا ، وژنې ، دوسايطو دتښتولو او دشوکمارۍ  دجرمونو  تور لګول شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته