کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د هرات- اسلام قلعه په لويه لاره کې د دوو کړندي موټرو د تګر له امله شپږ تنه ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
د هرات ولايت د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول محمد رفيق شيرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې پيښې اته تنه ټپيان چې شپږ نارينه، يوه ميرمن او يوماشوم وو، دغه روغتون ته وليږدول شول او تر درملنې لاندې دي.
په هرات ولايت کې د پوليسو مسوولينو د دغې پيښې علت د چلوونکو بې احتياطي بللې ده .
ختم_ شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ