۱۰۰ ورځې

په سمنګانو کې درايو ورکولو ددوو مرکزونو تړلتيا ا و درنگ دپاکوالې ستونزه

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دسمنګانو دمرکز ايبکو ښار  اوسيدونکي درايو ورکولو په يو مرکز کې درنګ دپاکيدو خبرې کوي.
دوى وايي چې له رايې ورکولو وروسته ددوى د ګوتورنګ په اوبوسره په اسانۍ سره پاک شو.
له بلې خوا هم  دسمنګانو ولايت په سلګونو تنه اوسيدونکي په دغه ولايت کې  درايو ورکولو ددوو مرکزونو په تړلتيا باندې انتقاد کوي.
دايبکو يو تن اوسيدونکې همايون دباخترآژانس خبريال  برات ته وويل  له هغه وروسته  چې  دايبکو په ليسه کې  دخپلې رايې له کارولو وروسته کور ته لاړ  دګوتې رنګ يې په اسانۍ سره  داوبو په واسطه پاک شو.
له بلې خوا هم دکوز دره صوف ولسوالۍ دګوله حصاردسيمې سلګونو تنواوسيدونکو  په دې ځاى کې  درايو ورکولو دمرکز په تړلتيا باندې انتقاد وکړ.
ددغې سيمې يوه اوسيدونکي عبدالله دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دسهار له اوو بجو څخه تراوسه پورې  په سلګونو تنو په دې مرکز کې ليکې  جوړې کړي دي خو دهغه دپرانستل کيدو کومه خبره نشته .
دايبکو په ښارکې  دخانه سنګي دسيمې  سلګونه  تنه اوسيدونکي هم  درايو ورکولو ديو مرکز دتړل کيدو اودرنګ دپاکيدو په ستونزې انتقاد کوي .
په سمنګانو ولايت کې  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  احمدشاه واحد زموږ له خبريال سره په خبرو کې درنګ پاکيدل رد کړل  او ويې ويل  چې دغه رنګ دکميسيون له مرکز څخه  دوى ته ليږدول شوى دى  او تر ٨٢ ساعتونو پورې ګوته يې نه پاکيږي .
ده په سمنګانو کې درايې ورکولو  دځينو مرکزونو تړلتيا تائيد کړه او ويې ويل  چې دغه ستونزه تريوساعت پورې حل کيږي .
ښاغلى واحد تائيدوي چې   دايبکوښار ته څيرمه دخانه سنګي درايو ورکولو مرکز هغه ته درنګ دنه ليږدول کيدو په دليل تراوسه پورې  په خپل کار پيل نه دى کړى  خو دغه ستونزه به ډير  ژر حل شي .
دسمنګانو ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس وايي دبردره صوف دګوله حصار  په سيمه کې   دقومي مشرانو ترمنځ شخړه  ددې سبب شوې ده چې په دې ځاى کې درايو ورکولو مرکز درايو ورکوونکو پرمخ تړلى پاتې شي .
ده وويل :   چې دسيمې له مشرانو سره دخبرو له لارې به دغه ستونزه تر څو شيبو پورې حل شي خوپه عمومي توګه په سمنګانو کې درايو ورکولو بهيراو دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دکارکوونکو دخدمتونو وړاندې کول ښه بلل شوى دى .
همدا  اوس په زرګونو تنه دسمنګانو لايت په اړوندو ولسواليو اودايبکو په ښارکې په مينې او ولولو سره درايو ورکولو صندوقونو ته تللي دي چې دخپل  هېواد برخليک په خپله  وټاکي .
دسمنګانو ولايت امنيتي مسوولينو ددغه ولايت په ګوټ ګوټ کې  د امنيتي ځواکونو په  ځاى  پرځاى  کولو سره دانتخاباتو امنيت په ښه   توګه  تامين کړى   دى تر دې ځايه پورې چې لاتراوسه پورې په دغه  ولايت کې  هيڅ  رازامنيتي ګواښ  نه دى  ليدل شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته