سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم د شمال ولايتونو ته سفر وکړ

کابل باختر د کب  د مياشتې  ٣  :
د جمهوري  رياست  لومړي مرستيال ستر جنرال  عبدالرشيد دوستم  دهېواد دشمال دولايتونو  دامنيتي حالاتو دڅيړنې په موخه نن  دغو ولايتونو ته سفروکړ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دهېواد دشمال ولايتونو ته له روانيدو مخکې دباخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل :  په دې سفر کې  هغه ولايتونه ګوري  چې تر لوړو امنيتي ګواښونو لاندې دي اوپه دغو ځايونو کې به  له واليانو او امنيتي مسوولينو سره  دحالاتو دښه والي او دخلکو دستونزو دڅيړنې او حل کولو په باب خبرې وکړې او دسيمو دامنيت دتامينولو لپاره  به لازم اقدامات عملي کړي.
جنرال دوستم وويل   چې په دې سفر کې دهېواد دشمال دولايتونو دخلکو له بيلابيلو قشرونوسره خبرې کوي چې هغه لومړيتوبونه چې خلک يې وړاندې کوي وپيژندل شي   او دهغوى د غوښتنو دتحقق په برخه کې تدبيرونه ونيول شي .
د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره  په دې سفر کې دبيلابيلو تصويري رسنيو استازي  ملګرتيا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته