ټولنه

افغانستان او پاکستان دافغاني مهاجرينو دهويت دتتثبيتولو لپاره په ګډه کار کوي .

کابل باختر د وږي  دريمه :
  په پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو دهويت دتثبيتولو په مقصد نن دکورنيو  چارو وزارت له خوا دوه ورځنۍ ورکشاپ  جوړ شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې ورکشاپ کې دکورنيو چارو وزارت اداري معين لوى پاسوال اکرام الدين ياور په پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو دهويت دتطبيقولو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه پروګرام ددواړو هيوادونو افغانستان او پاکستان په غوښتنه تنظيم شوى دى چې په پاکستا ن کې دميشتو افغانانو دپيژندنې په لاره کې  يوښه ګام دى .
ده مسوولينو ته هم لارښوونه وکړه چې په پاکستان کې دټولو ميشتو مهاجرو افغانانو دهويت دتثبيتولوپه باب بشپړ دقت وکړي او بايد هيڅ مهاجر افغان دهويت  له تثبيت پرته  پاتې نه شي .
ده څرګنده کړه چې دغه بهير په شپږو مياشتو کې بشپړيږي .
وروسته دبهرنيو چارو ، سرحدونو او قبايلو دچارو او دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارتونو استازو ډاډ ورکړ چې په دې لاره کې به هيڅ راز هلې ځلې  ونه سپموي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته