کابل باختر دتلې اتمه
په هرات ولايت کې د ځوانانو د فوټسال سياليو پرون په دوو لوبو سره دوام وموند .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليوکې دمتحد ټيم د څلورو په وړاندې په لسو سره د انصاري ټيم ته ماتې ورکړه او د صرافانو ټيم د صفر په وړاندې په نهو سره د هرات باستان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د اته ويشتو ټيمونو ترمنځ په څلورو ډلوکې له درې ورځې مخکې په هرات ولايت کې پيل شوې او په دوام يې نن جوانان يلاني د ميوند او د اميد ميوند او غازي ټيمونه لوبې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ