سیاست

افغانستان په ٢٠١٥ ميلادي کال کې په نړۍ کې دتروريزم دويم قرباني هېواد

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٨ :
د سولې او اقتصاد په نامه يوې تحقيقاتي امريکايي موسسه په دې باور ده چې په تيرعيسوي کال کې دنړۍ دتروريستي پيښو نيمايي يوازې په څلور هېوادونو  کې رامنځته شوي دي  چې افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى.
دباخترآژانس خبريال ليکي :دغې موسسې په  خپل کلني  رپوټ کې ويلي  دي چې افغانستان ، هند،پاکستان اوعراق هغه څلورهېوادونه دي چې په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې  دنيمايي تروريستي پيښو ډګر و  چې له عراق وروسته افغانستان  په دويم ځاى کې قرار لري .
په ٢٠١٥ ميلادي کال کې   په ټوليزه توګه دنړۍ په کچه  څه ناڅه ديرش زره تنه   په تروريستي پيښو کې وژل شوي دي  چې له دې جملې څخه په عراق کې  شپږ زره  نهه سوه دوه ديرش تنه او په افغانستان کې پنځه زره دوه سوه دوه نوي تنه  په تروريستي پيښو کې وژل شوي دي.
دغه  رپوټ  په داسې حال کې خپريږي  چې دملګرو ملتو سازمان په يوه جلا
رپوټ کې په افغانستان کې   په سلو کې د يوولسو ملکي تلفاتو خبره کړې ده 
او طالبان يې دملکي وګړو  دوژنې  لومړني عاملين معرفي کړي دي .
بايد وويل شي چې نړيوالو موسسو  دغه راز  درپوټونو او خبرونو په خپرولو  سره په افغانستان کې دملکي وګړو دسر د زيان له امله  انديښنه څرګندوي .
افغان سياسي کارپوهان وايي  دغه سازمانونه او بنسټونه بايد يوازې درپوټ په وړاندې کولو بسنه ونه کړي  ښه ده چې دوى  ددغه شان جنايتونو دعاملينو په  مجازاتو هم لاس پورې کړي له دې جملې څخه دملګرو ملتو سازمان بايد دهغو هېوادونو او سازمانونو په معرفي کولو کې  چې دډار اچوونکو په تمويلولو او سمبالو کې رول  لري ،  مخکښ شي  ترڅو دنړۍ نظم ښه  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته