امنیت

په بدخشان کې درې پوستې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو د تيرې شپې په ګډو عملياتوکې د طالبانو درې پوستې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمنوال سخيداد حيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل: افغان ګډو ځواکونوپه هغو عملياتوکې چې د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره کړل؛ د دغې ولسوالۍ په نوآباد، کهنه بتاش او دانشمندانو په کليوکې د طالبانو درې پوستې ونيولې.
خبرځاى وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نورطالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه:  همدا اوس دغه ساحې دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته