امنیت

دطالبانو يوسيمه ييز قوماندان ونيول شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

په هغې نښته کې چې په ننګرهار کې دوسله والو طالبانو ديوسيمه ييزقوماندان دنيول کيدو سبب شوه يو ماشوم ووژل شو اويوبل ملکي وګړي ټپي شو.

دغه جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې  افغان ځواکونو دسره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو جګړه مارقوماندان دنيولو لپاره په عملياتو لاس پورې کړ.

دننګرهار والي ګل اغا شيرزي باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو ديوسيمه ييز قوماندان په ګډون دده درې تنه افراد نيول شوي دي.

دننګرهار والي تائيد کړه چې په دې پيښه کې يو ماشوم وژل شوى اويوبل ملکي وګړي ټپي شوى دى خو ويې ويل  چې وسله والو طالبانو په ملکي وګړو بريد کړي دي.

په همدې حال کې دننګرهار والي وايي چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته