کابل باخترد کب د مياشتې ٢٥ :
د ماين پاکولو موسسې له خوا د جانخېلو ولسوالۍ له هغو ١٩ زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه چې څه موده وړاندې یې د دغې ولسوالۍ په بازارکې په چاودنې کې د خپلې کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي وو.
دپکتیکا دکار،ټولنیزوچارو رېیس غلام الرحمن همدرد باختراژانس ته وویل چې د دې ریاست په هلوځلو اودماین پاکې دموسسې په مالي مرسته د جانې خېلو ولسوالۍ دوروستۍ پیښې له ١٩ قربانیانوسره اوولس ډوله خوراکي اولګښتي توکومرسته وشوه.
دطلاخان په نوم یوسپین ږیری چې په دې چاودنې کې ټپي شوی و له دولت څخه مننه وکړه چې په سخت وخت کې یې د دوی لاس نیوی کړی دی.
دپکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې په دې مرستوسربېره تردې وړاندې هم د دغې پیښې له ۲۱ قربانیانوسره د ولایت دمقام له خوا دهرشهید له کورنۍ سره دېرش زره افغانۍ اودهرټپي سره پنځلس زره افغانۍ نقدي مرستې شوي دي
وحدت زياته کړه چې ډېرژر به د دولت له خوا د دې پیښې دهر شهید کورنۍ ته سل زره افغانۍ اودهرټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شي.
د یادوني وړده چې دروان کال دکب میاشتې په ٤ نېټه د پکتیکا ولایت دجانې خېلو ولسوالۍ په بازارکې دچاودنې له امله ۲۱ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي وه چې په هغه کې درې تنه شهیدان او۱٨ تنه نورټپيان شوي و.
0 1 دقیقه لوستل