ټولنه

په سرپل ولايت کې درې سوه څلويښتو کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته .

کابل باختر دوري يوولسمه :
  دسرپل ښار دالقاني په کلي کې پرون څه دپاسه درې سوه څلويښتو کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته .
دسرپل ولايت  دبريښنا موسسې رييس انجنير جلال دباختراژانس خبريال ته وويل په دغه کلي کې دانرژى او اوبو وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه دوومليونو افغانيو په لګښت د دوو کيلوواټو په ظرفيت ديو ترانسفارمر په درولو سره درې سوه څلويښتو کورنيو دبريښنا څخه ګټه واخسته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته