سیاست

دمحترم حامدکرزي دهفته وار ويناوو څخه

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  ګرانو هيوادوالو درنو خويندو او وروڼو اسلام عليکم ورحمته الله برکاته :

 په دې وروستيو کې په هيواد کې دترافيکې حوادث  خورا ډير شوي دي او دخلکو ژوند يې له خطر سره مخامخ کړي دي  ، ددې هفتې  په وينا کې ددغو ترافيکې حوادثو په څو اساسي عواملو له تاسو ګرانو هيوادوالو سره خبري کوم . يو خو ډيرخوشحاله يوم الحمدلله  چې افغانستان په تيرو لسو کلونوکې دښه اقتصادي پرمختګ خاوند شوي دي او دي اقتصادي پرمختګ دافغانستان دخلکو کوروته موټر مهيا کړي دي الحمد لله زموږ ډير کورني اوس دموټرونو خاوندان دي او ډير دفضل او شکر ځاى دي دخداى تعالي ددي مرحمت نه زموږ په خاوره کې ځوانان هم الحمدلله ډير دي او په ټولو کورونوکې ځوانان لرو چې تازه دځواني سن ته رسيدلي دي او له اقتصادي پرمختګ سره دوى ته هم دازمينه برابره شوې ده چې موټري زده کړي او موټري وچلوي خو په ټولنه نړۍ  کې ځوانان ديوه سن نه وروسته دموټرو چلولو حق لري او دلايسنس له  اخستلو وروسته خصوصا داحق پيداکوي .

 په افغانستان کې زه متوجه شوي يم ګرانو هيوادوالو چې زموږ تازه ځوانان کله د١٣( کلنه  د ١٤او دپنځلسو ، شپاړسو کلونو ځوانان چې قانوني سن يې پوره کړي نه دي او صرف ظاهرا دموټر په چلولواګاه شوي دي دموټر په شترنګ سپريږي او په تيزي يې چلوي ځواني په خپله يو شوق لري  يو قوت لري او دځواني قوت چې ورسره  يو شي نو خطر ورسره ډريږي او په منډه موټرځغلوي او احتياط نه کوي بلنه مې زموږ له ځوانانوڅخه ه چې کله چې هم موټر چلوي نو انتظار دې وکړي چې خپل قانوني سن ته داتلس کلني ورسيږي او امتحان دې  دموټرچلولو تير کړي لايسنس  دې دموټر چلولو دې واخلي  بيا دې په دقت اوکراري خپل موټر وچلولي تر څو نه ځان خوږ کړي او نورو ځوانانو اويا نورو خلکو ته تاوان ورپيښ نه کړي هيله مې له کورنۍ څخه هم داده چې کورنۍ  ټولي دي ته متوجه شي ميندي او پلرونه  خپل ځوانان زامن تر هغه وخته چې قانوني سن ته دموټر لولو نه وي رسيدلي او په لايسنس يې اخستي نه وي  دااجازه ورنه کړي ځکه چې صرف داختر په څو شپو کې ماته راپورونه راغلل چې په ټول افغانستان کې ترافيکې حادثي فوق العاده  ډيري دي او په اکثره حادثو کې زموږ ځوانان ژوبل شول او ځوانان زخميان  شول او په ځينوکې ځوانان زموږ خپل ژوند له لاسه ورکړ نو هيله مې داده هم زموږ دځوانانو څخه هم دکورنيو څخه دميندو او پلرونو څخه چې ځوانان کنترول کې او هغوى ته دمعلوماتو په ورکولو کې هغوي دپوهې او داحتياط په وررسولو کې خپل ډير کوښښ  وکړي له بلې خوا هغه اداري دافغانستان حکومت چې لايسنس ورکوي هغوى په ډير دقت کار وکړي او په سهل انګاري لايسنس  ورنه کړي او ترڅو چې ورته ثابته نه شي چې دکوم ځوان ياکوم څوک چې موټر غواړي وچلوي موټر ډير زده نه دي او اساسي يې چلولي نه وي او په ټولو اشارو په ټولو علايمو ، په ټولو اصولو دموټر چلولو او دسړک دراسته  اوچپه  خواوو په دې ټولو مسايلو پوه نه شي لايسنس ورنه کړي  تر څو هغوى دحکومت کنترول دخوا دلايسنس  دورکولو دکنترول له خوا او هم دکورنيو دکنترول له خوااودځوانانو دپوهولو له خوا په افغانستان کې دموټر دچلولو حادثي لږي شي . او هم ځوانان  بچ شي او هم جامعه له دغه  مشکل سره مخامخ نه وي

 نو ځوانانو عزيزانو دموټر چلول  خوښه خوند کوي خو داسې وچلوي چې لايسنس مو اخستي وي او په دقت او احتياط يي وچلوي او ميندو پلرونو تاسو ته هم وايم چې ځوان زوي مو را ولاړ شي اوموټر وچلوي خوند کوي خو احتياط ورسره وکړي او هوشدار ورته ورکړي او مراقبت ورسره ولري او حکومتي اداري دلايسنس  ورکولو اداري په دې ډير ځير او دقت وکړي چې ترڅو دچاموټر کاملا له اصولو سره سم زده نه وي او تجربه يې نه وي اوسن يې پوره نه وي چې لايسنس  ورنه کړل  شي .

 ګرانو هيوادوالو دترافيکې حادثو دپيښو په باب ډيره دردوونکې او دغم سره حادثي  زموږ دليني سرويسانو له خوا هم پيښيږي اود درنو غټو موټرانو له خوا هم پيښيږي  که مو په يادوي په دې تيرو دوو مياشتوکې دافغانستان په لويو لارو ډير انسانانو زموږ خپل ژوند دلاسه ورکړ  چېرته چې سرويسان  ديوه ځايه بل ځاى ته ځي موټروانان يې په سرعت ځغلوي او دا اطﻻع  ماته راغلي ده چې شرکتونه يې تشويق کوي چې موټر دې په سرعت خپل مقصد ته ورسيږي دا داصولو خلاف خبره ده دا دخطر خبره ده او دترانسپورت وزارت هدايت ورکړ شوي دي چې دټولو ترانسپورتي شرکتونوسره تماس ونيسي او هدايت ورکړي چې په معينه اوقاتوبايدچې موټران حرکت وکړي او پر معين وخت او پرمعين سرعت خپل مقصد ته ځان ورسوي او ددې تخلفاتو سره مقابله اومخنيوي زموږ اساسي او تر ټولو لوي  هدف دي  دې ته هم محترم دموټر چلوونکې موټروانان صاحبان هم دترانسپورتي ادارو خاوندان اومديران او هم حکومتي اداري بايدپه ډير دقت ځير شي .  چې دترافيکې قوانينو تخلف  ونيسي او تيز چلول دموټر ونيسي او عجله په دې کې چې ژر ځان ځاي ته ورسوم ونه شي چون په دې کې دانسانانو د ژوند سوال دي او ددوي دبچېانو سوال  دي نو دي مسئلي ته هم  ډيره اساسي توجه په کار ده چې حکومت او ولس ټوله يوځاى سره ددغو حادثو دمخنيوي لپاره اقدامات وکړو مننه تر بلې وينا موپه خداي سپارم  جوړ او اباداوسي افغانستان دې تل اباد او خوشحاله وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته