امنیت

دپاکستاني طالبانو رهبرملادادالله ووژل شو

کونړ  باخترد وږي دمياشتې  ٤ :

دپاکستاني طالبانومشرملادادالله په کونړولايت کې دناټوپه هوايې بريدکې ووژل شو

درارسيدلو خبرونوله مخې  دپاکستاني طالبانو مشر په داسي حال کې چې دشين کوړک په نامه سيمه کې په خپل پټنځاى کې له نورو ياغيانوسره په خبرو بوخت و دناټو دجنګي الوتکو له خوا پري بريد وشو او ووژل شو .

دکونړ  والي فضل الله واحدي له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې په دي بريدکې دملادادالله درې تنه ساتونکي دياغيانو له دولسو تنو نورو  قوماندانانو سره هم وژل شوي دي .

ناټو تراوسه پورې دپاکستاني طالبانو دمشرملادادالله وژل کيدل نه دي تائيدکړي.

له بلي خوا دپاکستان استخباراتو له رسنيو سره په اړيکه کې  دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې دملادادالله وژل کيدل تائيد کړي دي خو ويلي يي دي چې دى په باجوړو کې وژل شوى دى .

په همدي حال کې دکونړ ولايت دعامې روغتيا رييس فضلي وايې چې دپيښې پنځه تنه ټپيان ددرملني لپاره اسعداباد روغتون ته ليږدول شوي دي چې ټول يې پاکستاني اتباع دي.

ويل کيږي چې ده په پاکستان اوافغانستان کې دياغي طالبانودزياتو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .

ناټو دى په افغانستان کې دناامنيو دپراخوالۍ اوزياتوالۍ عامل بولي .

دافغان مقاماتو داستخباراتي اطلاعاتو له مخې ملادادالله په زياتو مالي امکاناتو سر ه چې په پاکستان کې دځينو کړيو له خوايې ترلاسه کول له ياغيانو سره يې دترورستي بريدونو دترسره کولو  په لاره کې  مرسته کوله.

له بلي خوا دافغانستان په ختيځ کې سيمه ييزمقامات دپاکستاني طالبانو دمشرملادادالله وژل کيدل يو برياليتوب بولي او وايي چې ددغه جګړه مار وژل کيدل به له شک پرته په افغانستان کې دترورستي بريدونودکمولو اودامنيت په ښه والۍ کې اغيزه ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته