ورزش

د هرات د واليبال سياليو دوام وموند

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په هرات ولايت د ولسواليو د واليبال د جام سياليو پرون په څلورو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د غوريانو ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د کروخ ټيم ته ماتې ورکړه او د کهسان ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د ګذرې په ټيم بريالى شو.
دغه راز د ادرسکن ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د تورغونډى ټيم ته ماتې ورکړه او د شينډنډ ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د پښتون زرغون پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې يو ځل د جمعې په ورځو دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته