امنیت

په هرات کې ديوې تباه کار بانډ جنګي وسايل او پوځي تجهيزات کشف شول

کابل باختر دليندى  شپږ ويشتمه :
دوسله والو غلو په يوې ډلې پورې اړوند يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات او يوغلا کړى شوي موټرسايکل دهرات دپوليسو له خوا کشف شو .
دغه غلا کړى شوي موټرسايکل او  مهمات او پوځي تجهيزات  دهرات ښار په دريمې ناحيې پورې اړوند  دخواجه محمد تاکي په واټ کې داستوګنې له يوکور څخه  دپوليسو دپنځمې امنيتي حوزې دځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شول .
ددغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي ، خو دغلو دنيولو لپاره دپوليسو  تحقيقات دوام لري .
  ختم _ ج _اکر م

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته